ننګرهار پوهنتون کې د ښوونکو بستونو کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي غونډه جوړه شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۵ - ۹:۱۴
Image

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د پوهنتون مرستیالانو، د ځینو پوهنځیو رئیسانو، د استادانو چارو، محصلانو چارو، اړیکو او نشراتو، خدماتو او د لیلیو مسؤلینو برخه لرله.

د مجلس پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال اړوندو مسؤلینو ته د کانکور د راتلونکې ازموینې لپاره د اړینو تدابیرو نیولو او لازم چمتووالي سپارښتنه وکړه.

د کارتونو وېش، بایومتریک او ازموینې لپاره د مناسبو محلونو جوړول، د ممتحنو استادانو ټاکل، امنیت او خوندیتوب، صحي ټیمونو ګمارل، ترانسپورت، له رسنیو د کانکور اړوند خبرتیاوو او معلوماتو خپرول هغه موضوعات وو، چې په غونډه کې پرې بحث او خبرې وشوې.

د ازموینو ملي ادارې له پلان سره سم د ننګرهار ولایت د ښوونکو بستونو کانکور ازموینې د کارتونو وېش او بایومتریک پروسه به راتلونکې شنبه، یکشنبه او دوشنبه د چنګاښ په (۲۵، ۲۶، ۲۷مه) نېټه او د کانکور ازموینه به د سه شنبې، چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو د چنګاښ په (۲۸، ۲۹، ۳۰، ۳۱مه) نېټه په ننګرهار پوهنتون کې واخیستل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu