د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ د اقتصاد پوهنځي د جدیدالشمول محصلینو په ښه راغلاست غونډه کې ګډون وکړ.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۹:۵۵
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس او د محصلانو چارو مرستیال د اقتصاد پوهنځي جدید الشمول محصلانو ته په نیول شوې غونډه کې هغوی ته اړینې او لازمې سپارښتنې وکړې.
د غونډې پر مهال یادو محصلینو سره د محصلانو خدمتونو انسجام امریت او اقتصاد پوهنځي مسؤلینو له لوري د پوهنتون او اقتصاد پوهنځي په اړه معلومات شریک او ورته رهنمايي وشوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو خبرو کې نویو راغلو محصلینو ته ښه راغلاست ووایه، هغوی یې د مسلکي زده کړو تر څنګ دیني او عصري ټېکنالوژۍ زده کړې ته وهڅول او د محصلینو د بریا او هوساینې  لپاره د پوهنتون د هڅو په اړه یې خبرې وکړې.
نوموړو یادو محصلینو ته د پوهنتوني او درسي اصولو رعایتولو، د استادانو او ټولګیوالو درناوي او د پوهنتون له علمي او فزیکي شتمنیو څخه د سالمې او مطلوبې استفادې په برخو کې سپارښتنې وکړې.
د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق رهنما جدیدالشمول محصلینو ته په جوړه شوې یاده غونډه کې د محصل مکلفیتونو او مسؤلیت پذیرۍ په اړه خبرې وکړې او هغوی ته یې د خپل پوهنځي په اړه معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۷:۴۱
Background image

د التقوی پوهنتون او سپین غر لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره مشورتي غونډې وکړې.

د التقوی پوهنتون او سپین غر لوړو زده کړو مؤسسې رئیسانو په جلا جلا ناستو کې، چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوې او ددې پوهنتون رئیس، د علمی چارو او محصلانو چارو مرستیالانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د دیني او اصلاحي درسونو په لړ کې نن ورځ د خیانت او بُهتان مذمت بیان شو.

یاد موضوعات د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني له خوا د قرانکریم او مبارکو احادیثو په رڼا کې په تفصیلي ډول تشریح  او د یادو ګناهونو په عذابونو، زیانونو او ترې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۴:۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د ماسترۍ دورې محصلینو له روانو څېړنیزو پروژو لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ننګرهار پوهنتون ته په خپل کاري سفر کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په ملتیا د کرنې پوهنځي د ماسترۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu