د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د دیني او اصلاحي درسونو په لړ کې نن ورځ د خیانت او بُهتان مذمت بیان شو.
یاد موضوعات د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني له خوا د قرانکریم او مبارکو احادیثو په رڼا کې په تفصیلي ډول تشریح او د یادو ګناهونو په عذابونو، زیانونو او ترې د ځان ساتنې لارو چارو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
مولوي مهربان شاه مدني د درسي حلقې ګډونوالو ته د موضوعاتو اړوند لازمې سپارښتنې وکړې او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو هر یو مولوي مهربان شاه مدني او مولوي نجیب الله ثاقب له لوري د پوهنتون استادانو، مامورینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د درسي او اداري مکلفیتونو تر څنګ هر سهار په اتو بجو د قران عظیم الشان ترجمه او بېلابېلو وختونو کې د دیني او عقیدوي مسایلو تدریس کېږي.