ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۳ لمریز کال کانکور ازموینې لپاره د بایومتریک معلوماتو د ثبت لړۍ پیل او په چټکۍ سره پر مخ روانه ده.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۲:۴۰
Picture

یاده پروسه نن سهار له ټاکلي وخت یو ساعت وړاندې د سهار په ۵ بجو پیل شوه، چې دوه ورځې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د کانکور ازموینې (۹۴۹۰) تنه ګډونوال بایومتریک شي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شــ/یخ انعام الله مدني ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـــ/ـــولوي احسان الله ناصح، مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د ازموینو ملي ادارې د مالي او اداري چارو رئیس مــ/ــولوي معلم احمد حقــ/ـــاني په ملتیا له یادې پروسې لیدنه وکړه او د بایومتریک ټیم له غړو د مننې تر څنګ یې هغوی ته د یاد بهیر د لا ښه والي، نظم او بهبود په خاطر اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د ننګرهار د کانکور ازموینې بایومتریک پروسه د چنګاښ/ سرطان په (۱۲ او ۱۳) نېټه د سه شنبې او چهار شنبې په ورځو او د کانکور ازموینه د چنګاښ / سرطان په (۱۴ــ ۱۵ــ ۱۶ مه) نېټه، چې د پنج شنبې، جمعې او شنبې ورځو سره سمون لري، په ننګرهار پوهنتون کې اخیستل کېږي. 

د یادونې وړ ده، چې سږ کال به د ننګرهار پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته په ورځنۍ، شپې او اختصاصي دورو کې په مجموعي توګه (۴۸۵۵) تنه جذب شي.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu