د ننګرهار پوهنتون او التقوی لوړو زده کړو موسسې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسليک شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۷:۴۴
image

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه په علمي، تدریسي، څېړنو، عملي زده کړو، استادانو تقرر او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

نوموړى هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په حضور کې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د التقوی لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال محمد اسماعیل مومند له خوا لاسلیک شو.

د التقوی لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال محمد اسماعیل مومند په تېر کې له خپلې تحصیلي موسسې سره د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیکې مرستې او همکارۍ یادونه وکړه او د مننې تر څنګ يې په راتلونکې کې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبرې وکړې او نوموړي ته یې په اړونده برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړي مجلس کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي، د التقوی لوړو زده کړو موسسې اداري مرستیال زبیر حسرت، د تضمین کیفیت آمر نقیب الله مطمین او د نشراتو آمر حبیب الله لوراند هم برخه لرله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته مونوګراف څخه د دفاع مهارتونو او معیاري پرېزنټېشن جوړولو په هکله دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو لسګونو تنو محصلینو ته د پوهنتون د غونډو په تالار کې د انجنیري پوهنځي استاد او د نوموړې کمېټې مشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۶۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار،کونړ سید جمال الدین افغاني، هېواد، بایزید روښان، زاول او متانت پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ښوونې او روزنې، حقوقو او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس او اقتصاد پوهنځیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د مصنوعي ځیرکتیا په اړه معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د مختلفو پوهنځیو نوښتګرو محصلینو ته د مصنوعي ځیرکتیا د پېژندنې، کارونې، فرصتونو او اغېزو په هکله معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د محصلانو خدمتونو او همغږۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu