ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۰ تحصيلي کال کانکور ازموينې د اخيستلو بهير پيل شو.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۸:۴۱
image

 

ياده ازموينه، چې څلور ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به يې د ننګرهار ولايت د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو له نږدې پنځلس زرو تنو فارغانو ازموينه واخيستل شي.

په هغه پرانيستونکې غونډه کې، چې له همدې امله د غويي په ۸مه د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنتون د مشرتابه او استاذانو سربېره په کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي، د ولايتي ادارې ځینو مسؤلینو او د ازموينو ملي ادارې څخه د کانکور راغلي پلاوي برخه لرله.

غونډه د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل: د کانکور نننۍ ازموينه چې څلور ورځې به دوام وکړي، د ننګرهار ولايت د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو له (۱۴۳۳۲) تنو فارغانو څخه به په کې ازموينه واخيستل شي، چې له دې ډلې (۲۷۹۲) تنه يې نجونې دي.

نوموړي وويل: د کانکور ازموينه په پنځو حوزو کې د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي ۷۷ کسيز پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د سلو تنو استاذانو له خوا اخيستل کېږي.

پوهاند بهسودوال ممتحنو استادانو ته په شفافه توګه د ازموینې اخیستلو سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې هيڅوک حق نه لري، چې په بې ځایه مداخلې سره د کانکور ملي پروسه اخلال او د دې پوهنتون او سيمې نوم بد کړي.

د پوهنتون رئيس له ولايت مقام او امنيتي ارګانونو څخه مننه وکړه، چې د کانکور پروسې په تنظيم او امنيت کې يې د پوهنتون له ادارې سره مرسته کړې او لا هم په دې برخه کې هلې ځلې کوي.

د غونډې دويم ويناوال د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ښاغلى ضیاءالحق امرخېل ؤ؛ نوموړي د خپلو خبرو پر مهال په شفافه توګه د کانکور ازموينې په اخيستنې تاکيد وکړ.

ښاغلي امرخېل راغلي پلاوي او دغه راز د پوهنتون استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانکور ګډونوالو ځوانانو ته دې د ازموينې په اړه په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه واخيستل شي.

د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر پوهنیار قدرت الله احمدي د کانکور ازموینې په اړه د لنډو معلوماتو سربېره د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استاذانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه، چې د غونډې ځینو ګډونوالو مېلمنو د ننګرهار پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه لیدنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د کانکور ازموينې بهير به راتلونکې درې ورځې (پنجشنبه، جمعه او شنبه) چې د ثور له (۹-۱۰-۱۱) نېټې سره سمون خوري، نور هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته ( په اسلامي تاریخ او تمدن کې د افغانانو ونډه ) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

په نوموړي علمي سیمینار کې، چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت په ابتکار جوړ شوی و، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو سلګونه تنو محصلینو برخه لرله.

یاد سیمینار د افغانستان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پروسې په تازه درجه بندۍ کې د ننګرهار پوهنتون لومړي مقام اخیستلو په ویاړ د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون او سلام پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه په علمي، تدریسي، څېړنو او نورو اکاډمیکو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

یـاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون رئیس شــيـ/خ انعام. . .

BACK TO NEWS