د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ۱۵ تنو بې وزله محصلینو څخه مالي ملاتړ وشو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۲۸
picture

لوړو زده کړو وزارت سره د (HHRD) نړیوالې خیریه مؤسسې د شوې هوکړې له مخې به د یادې مؤسسې د زده کړو ملاتړ پروګرام په لړ کې د ننګرهار پوهنتون او د یو شمېر ننګرهار مېشتو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو ۱۵ تنو بې وزله محصلینو سره د پوهنتون فیسونو ورکړې، قرطاسیې او ترانسپورت سهولت برابرولو برخه کې همکاري ترسره شي.

په همدې موخه د (HHRD) نړیوالې خیریه مؤسسې د ختیځ زون او ننګرهار پوهنتون مسؤلینو په حضور کې د۶۰ تنو عارضو بې وزله محصلینو تر منځ قرعه کشي وشوه، چې په پایله کې یې ۱۵ تنه د ۴ کلونو لپاره دیادې موسسې د مالي ملاتړ مستحق وګرځېدل. 

په همدې پار د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت له خوا په جوړه شوې غونډه کې د  ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د (HHRD) خیریه مؤسسې د یاد اقدام ستاینه وکړه او محصلینو ته د مالي مرستو مهیا کولو اړوند یې د خپلو هڅو یادونه وکړه.

نوموړي محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې یاد مالي ملاتړ ستر فرصت وګڼي او د خپل ځان د مسلکي روزنې لپاره ترې ګټه واخلي.

د (HHRD) نړیوالې خیریه مؤسسې د ختیځ زون د همغږۍ مسؤل شاکر الله امین په خپلو خبرو کې د  زده کړو ملاتړ پروګرام څخه د ګټې اخیستونکو محصلینو او د  هغوی د جذب پروسې په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وویل: په مجموعي توګه د دې ۱۵ تنو په شمول د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ۴۵ تنه محصلین د زده کړو ملاتړ پروګرام له لارې بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي او اداره یې هڅه کوي چې دا شمېر زیات کړي.

د غونډې په پای کې د محصلینو تر منځ قرعه کشي وشوه او د ۶۰ تنو په شرایطو برابرو محصلینو له منځه ۱۵ تنه مستحق محصلین وټاکل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu