په جلال آباد ښار کې د ايران اسلامي جمهوریت جنرال قونسل د ننګرهار پوهنتون له رئيس سره وليدل

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۰:۲۳
image

 

په جلال آباد ښار کې د ايران اسلامي جمهوريت جنرال قونسل مجید صادقي دولت آبادي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل او د متقابلو علمي اړیکو رامنځته کېدو او پیاوړتیا په اړه یې خبرې اترې وکړې.

په ياده لیدنه کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد عارف حازم او د یاد پوهنځي د دري څانګې آمر پوهنمل سیدآقا مسافر او استادانو هم برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس په تېر کې د ايران اسلامي جمهوريت له مرستو مننه وکړه، چې له ننګرهار پوهنتون سره يې په بېلابېلو برخو کې کړي او په راتلونکې کې یې د دري څانګې او د پوهنتون د نورو برخو د پیاوړتیا په برخه کې د مرستې او د نوموړي هېواد له پوهنتونونو سره د علمي اړیکو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي صادقي ننګرهار پوهنتون د افغانستان ارزښتمن علمي کانون یاد کړ، چې په وینا یې، زمونږ زیات علمي مرکزونه ورسره د ګډو علمي همکاریو لېوالتیا لري.

نوموړي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې وړاندیزونه به یې د خپل هېواد د لوړو زده کړو له مسؤلينو سره شریک کړي.

د مجلس په پاى کې راغلي پلاوي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دري څانګې نه ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu