د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
انځور

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او همدارنګه به د یادو ادارو ډاکټرانو او کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي روزنې برنامې جوړې شي.
دغه تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف ترمنځ په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون د تدریسي روغتون رئیس پوهنیار ډاکتر وسیم الله سلطاني، استادانو او د ننګرهار حوزوي روغتون مسؤلینو برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال یاد هوکړه لیک د دواړو ارګانونو ترمنځ د علمي او مسلکي اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د تدریس، څېړنې، عملي زده کړو او روغتیايي خدمتونو اړوند اغېزناک او پراخه فعالیتونه ترسره شي.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس هم د یاد تفاهملیک په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دا تفاهمنامه به د پوهنتون او عامې روغتیا ریاست ترمنځ د همکاریو ساحه پراخه او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړېدو ترڅنګ به د طبي پرسونل وړتیاوې لوړې او محصلینو ته د عملي زده کړو ګټور فرصتونه مهیا کړي.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu