د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه

nu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۸:۵۸
image

 

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي په مشرۍ غونډه وکړه.

په یاده غونډه کې، چې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو استازو په کې برخه لرله، د پوهنځیو په کچه د محصلینو د فرهنګي کمېټو جوړول، د ملي او نړیوالو ورځو نمانځل، جدیدالشمول محصلانو ته د پوهنتون د پېژندنې غونډو جوړول او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د غونډې په پای کې د فرهنګي کمېټې د غړو له خوا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنیار مبارز ځیرمن د کمېټې د نوي مشر او د محصلانو د خدمتونو انسجام آمر اسلام الدین اخلاص مند د کمېټې د منشي په توګه وټاکل شول او د کمېټې د مخکېني مشر او د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنیار شریف الله ویاند د خدمتونو او هلو ځلو قدردانی وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu