د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون دوو څانګو ته د سولري برښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۲۴
PICTURE

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په لارښوونه او د تدریسي روغتون مسؤلینو په هڅو نسائي ولادي او نویو زېږېدلو کوچنیانو څانګو ته د جرمنۍ مؤسسې (ګاک) په مرسته د نږدې څلور میلیونه افغانیو په مالي لګښت سولري برښنا جوړه شوه، چې د مسؤلینو په وینا د روغتون د یادو وارډونو د برښنا کمښت ستونزه به ورسره هواره شي.
د تدریسي روغتون رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال وايي، د دې پروژې په ترڅ کې د ۱۷۴ ښیښو، ۷۲ بیټریو او ۷ اينورټرونو نصبېدو په پایله کې نسائي ولادي څانګې لپاره ۶۰ کیلو واټه او نویو زېږېدلو کوچینانو څانګې لپاره ۴۵ کیلو واټه برښنا جوړه شوه، چې په نوموړو څانګو کې به د ناروغانو د درملنې او ساتنې وسایل په دوامداره توګه فعال وي او د روغتیايي خدماتو کیفیت به ورسره لوړ شي.
نوموړي همدارنګه د مرستندویه ادارې څخه مننه وکړه او روغتون کې د ورته نورو پروژو د تطبیق او همکارۍ غوښتنه یې ورڅخه وکړه، چې د هغوی له خوا ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۲
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره پای ته ورسېده.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د رمضان المبارک میاشتې په لړ کې د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو او د لابراتوارونو مسؤلینو ته د لابراتواري کړنو او اصولو پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د دې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت جوړ شوی و، چې موخه ترې د لابراتوار په برخه کې د مسلکي مهارتونو لوړول، ټاکلو اصولو زده کړه، علمي څېړنو لپاره د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د یو سيمینار پر مهال د اعتکاف، قدر شپې او سرسایې په هکله معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu