ننګرهار پوهنتون کې د جون ۵ مه د چاپېریال ساتنې نړيواله ورځ د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۵:۷
 Picture

ياده نمانځغونډه، چې د ننګرهار پوهنتون او چاپېریال ساتنې ریاست په نوښت جوړه شوې وه، د دې پوهنتون د مشرتابه، مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو د رئيسانو، استادانو او محصلینو سربېره پهکې د ننګرهار ولایت د امــــ/ــارتي او خصوصي ادارو او پوهنتونونو مسؤلینو برخه لرله.
د غونډې د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس شـــ/یخ انعام الله مدني د غونډې برخوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د چاپېریال ساتنې نړيوالې ورځې د نمانځې د موخو او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وويل: د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي، چې عمده موخه یې وګړو ته د چاپېریال د ساتنې، پاکۍ او د هغې څخه د سالمې ګټې اخیستلو په اړه د عامه پوهاوي ورکول دي.
د پوهنتون رئیس زیاته کړه: د صنعتي فابریکو زیاتوالی، د هوا، اوبو او خاورې ککړتیا، په غیر فني او مسلکي توګه د ځنګلونو وهل، د اوبو له زېرمو ناسالمه ګټه اخیستنه، د مرغانو او ژویو ښکار، اړونده برخو کې د عامه پوهاوي کموالی او نور هغه څه دي، چې دم ګړۍ یې د بشریت ژوند له ګواښ سره مخ کړی، چې په وینا یې، که مخه یې ونه نیول شي، لوی ناورینونه به رامنځته کړي.
د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس انجنیر فیروز محمدزئي د چاپېریال ساتنې ارزښت او په ساتنه کې یې د خلکو د ونډې په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل او د پوهنتون په استادانو، علماء کرامو او د ټولنې په نورو هغو قشرونو یې، چې په دې برخه کې عامه پوهاوی کولی شي، غږ وکړ چې خلک وپوهوي او د چاپېريال پر وړاندې شته ننګونې را کمې او لمنځه يوسي.
د غونډې په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې د مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي او د کرنې پوهنځي استاد پوهنوال محمد اسماعیل سعادت له خوا د ښاري چاپېریالي فرهنګ او چاپېریال ساتنې په اړه ترتیب کړي پرېزنټېشنونه وړاندې شول او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
د یادو موضوعاتو سربېره د اســ/ـــلامي امــــ/ـــارت د راتګ وروسته په ننګرهار پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې، سرسبزۍ او رغنیزو پرمختګونو ویډیويي مستند نندارې ته وړاندې شو، چې د ګډونوالو د پاملرنې سبب وګرځېد.
د غونډې ارزونه د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــ/ـــولوي احسان الله ناصح له لوري وشوه او د نوموړي له خوا په دعایې سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu