د ننګرهار پوهنتون د ازموینو مرکزي کمېټې ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۴:۵۷
Picture

په نوموړې کاري ناسته کې د روانو نهايي ازموینو د څرنګوالي، نظارت او د ازموینو بهیر د روڼتیا او شفافیت په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي د ازموینو کمېټې د تېرو کړنو او فعالیتونو مننه وکړه، چې له امله یې د پوهنتون ازموینې تر ډېره بریده رڼې او معیاري شوي او د اصولو او مقرراتو سره سم یې په راڼه او شفاف ډول د پاتې ازموینو د اخیستلو سپارښتنه وکړه.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او د ازموینو کمېټې د کړنلارې سره سم د ازموینو د اخیستلو، نظارت او د پوهنځیو د ازموینو کمېټو د چارو د څارنې سپارښتنه وکړه.   

د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم د محصلانو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې د کمېټې د غړو په مرسته په منظمه توګه د ازموینو د اخیستلو بهیر څارنه کوي او د اصولو سره سم د ازموینو بهیر جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د طرحې او د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې له مخې ددې پوهنتون د روان تحصیلي کال د دویم سمستر نهايي ازموینې د جوزا په لومړۍ نېټه پیل شوي او درې اوونۍ به دوام وکړي. 

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu