ننګرهار پوهنتون کې د کتابونو او قلم په شکل د جوړ شوي څلي پرانیسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون او سلام پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

د ننګرهار پوهنتون اداري او مالي مرستیال ددې پوهنتون د یوې رغنیزې پروژې پرانیسته کوي!

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه!

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي فراغت غونډې یوه څنډه!

د ننګرهار پوهنتون رئيس پيغام

 

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. 

د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.

زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.

په همدې هيله

شيخ انعام الله مدني

د ننګرهار پوهنتون رئيس

 

 

Picture

تازه خبرونهنور دلته

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۳:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه دې پوهنتون کې د تدریسي بهیر د بیا پیل سره سم له ټولو پوهنځیو څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني ددې پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په ملتیا د نوي سمستر د پیل کېدو سره سم له  ټولو پوهنځیو څخه د لیدنې پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ددې پوهنتون مشرتابه سره کندهار ولایت ته د خپل سفر راپور شریک کړ.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو، دوه تنو استادانو او (۱۵۲) تنو ممتازو محصلینو په ملتیا کندهار ولایت ته ۱۵ ورځنی سفر او علمي سیر درلود،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

ختیځ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره ولیدل.

ددې لیدنې پر مهال چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح  او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت هم موجود وو، راتلونکي کې د دواړو. . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

ساينس پوهنځی

شرعیاتو پوهنځی

اقتصاد پوهنځی

د ژبو او ادبياتو پوهنځی

ښوونې او روزنې پوهنځی

کرنې پوهنځی

انجينري پوهنځی

ننګرهار پوهنتون

پېښېټولې پېښې

دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۲:۲
Background image

خبرتيا!

ننګرهار پوهنتون د نوي تحصیلي کال لپاره د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور ازموینې فورمو د وېش لړۍ پیلوي. د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو هغه فارغان، چې په نوموړې ازموینه کې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون د نوي سمستر درسونو خبرتیا!

 

د ننګرهار پوهنتون ادارې د پرېکړې سره سم د نوي سمستر درسونه به راتلونکې شنبه د مرغومي/جدي په ۱۰مه نېټه پیلېږي. د اړوندو پوهنځیو محترم محصلین دې خبر وي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۲:۱
Background image

د ماسترۍ دورې نوم ليکنې خبرتيا!

 

ننګرهار پوهنتون د نوي تحصيلي کال لپاره د ماسترۍ په لاندې څانګو کې د کانکور ازموينې له لارې محصلين قبلوي:

١- فقهې او قانون څانګه – شرعياتو پوهنځى

٢- تفسير او حديث څانګه – شرعياتو . . .

کارموندنه نور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۲:۶
Background image

دعامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د علمي کادر بست اعلان!

((دننګرهار پوهنتون دبشري سرچينو آمريت د استخدام عمومي مديريت خبرتيا))
دننګرهار پوهنتون رياست اړوند د اداره عامه  پوهنځي رياست په لاندې  خالي بست کې د ازادې سيالۍ ازموينې له لارې په علمي . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۵:۳
Background image

د طب پوهنځي د کادر بستونو خبرتيا!

(( دننګرهار پوهنتون دبشري سرچينو آمريت د استخدام عمومي مديريت خبرتيا))

دننګرهار پوهنتون رياست اړوند د طب پوهنځی په لاندې خالي بستونو کې د ازادې سيالۍ ازموينې له لارې په علمي کادر کې په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د وترنري علومو پوهنځي د کادر بستونو اعلان!

((دننګرهار پوهنتون دبشري سرچينو آمريت د استخدام عمومي مديريت خبرتيا))
دننګرهار پوهنتون رياست اړوند د وترنري علومو پوهنځي رياست په لاندې  خالي بستونو کې د ازادې سيالۍ ازموينې له لارې په . . .

User account menu