ټولنیزو اړېکو او ژورنالیزم پوهنځی
لنډه پېژندنه
ژورنالېزم پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په کال۱۳۹۰هجري لمریز کې تاسیس او تر دې دمه یې په اتو دورو کې یې د ۱۹ ښځینه ؤ په ګډون (۸۶۷) تنه ځوان کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دغه پـوهنـځـی دمـګــړۍ درې څــانــګــې ( راډیوټلویزیون، مطبوعات او عامه اړیکې) لري، چې په هره څانګه کې یې محصلین په زده کړو بوخت دي. په ټوله کې ژورنالېزم پوهنځی ۴۲۰ تنه برحال محصلین لري، چې د تدریس چارې یې د ۱۵ تنو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.
لید لوری
ژورنالېزم پوهنځی غواړي، چې د هېواد او سيمې په کچه د معياري زدهکړو، رسنيزو مطالعاتو او علمي څېړنو په برخه کې مخکښه علمي اداره شي.
ماموریت
ژورنالېزم پوهنځی د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې په ملي او نړۍواله کچه محصلانو ته د معياري زدهکړو او مسلکي مهارتونو د ودې زمينه برابروي؛ څو د ټولنې او کاري مارکېټ غوښتنو او اړتياوو ته په کتو د رسنيز چوپړ په موخه مسلکي او ژمن کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
موخې
د هرې بريا لوی لامل د دقيقو او ځانګړو موخو ټاکل دي. په ورځني ژوند کې موخې فردي او اداري تګلاره روښانه کوي. د موخو ټاکنه په راتلونکي پورې اړه لري، چې هر بنسټ/اداره هغو ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.
۱- د ژورنالېزم او ارتباطاتو په مسلکي زدهکړو کېديني، ملي، کلتوري ارزښتونو ته پاملرنه.
۲- د اسلام او نافذه قوانينو په رڼا کېد بيان آزادۍ پولې معلومول او د لوېديځوالو له آزاديو توپيرول.
۳- د ژورنالیزم او ارتباطاتو په علمي او تخصصي زدهکړو کې پر ځان بساينه.
۴- نړيوالو معيارونو ته په کتو له نظري او عملي اړخه د زدهکړو کيفيت لوړونه او پراختيا.
۵- په اسلامي، ټولنيزو او کلتوري ارزښتونو سمبال ژمن او وړ کادرونه ټولنې ته وړاندې کول.
۶- د ټولنې د اړتيا له مخې ګټورو علمي او رسنيزو څېړنو ته زمینه برابرول.
۷- له داخلي او نړيوالو اکاډمیکو بنسټونو سره د دوامداره علمي همکارۍ/توأميتونو لرل.
۸- له کاري ونډهوالو سره د نصاب ښه والي او کاري فرصتونو رامنځته کولو په پار مناسبې اړيکې او همغږي.
۹- په کاري مارکېټ کې د ځای موندنې په پار د فارغانو وړتياوې او مهارتونه لوړول.
۱۰- د ژورنالېزم او ارتباطاتو د پرمختګ لپاره د داخلي او نړيوالو بنسټونو ملاتړ تر لاسه کول.
۱۱- د نړۍ په کچه علمي بدلون او کاري مارکېټ اړتياوو ته په کتو درسي نصاب معياري کول.
۱۲- د ژورنالېزم او ارتباطاتو په څانګه کې د ماسټرۍ زدهکړو برنامې پيلول.
۱۳- د کادري غړو د تخصصي پوهې او علمي درجو لوړونې په پار ماسټرۍ او دوکتورا زدهکړو زمينه برابرول.
څانګې
- مطبوعات
- عامه اړيکې
- راډيو تلويزيون
تفاهملیکونه
ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي د علمي ظرفیتونو د لوړاوي په منظور د امريکا د متحده ايالاتو اريزونا پوهنتون، د جرمني هیواد له لیبزیک پوهنتون، د جرمني هیواد له دویچویلې اکاډمۍ، خوست پوهنتون ژونالیزم پوهنځي، پکتیا پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي، ننګرهار ملي راډیو ټلویزیون، د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست، کلید راډیو، شایق رسنیز مرکز، نی خپلواکو رسنیو ملاتړ ادارې سره د خپلو علمي کادرونو د لا پياوړتیا په موخه د همکارۍ پارتنرشیپونه لاسلیک کړي دي.
تحصیلیي نصاب