طب پوهنځی
طب پوهنځی د ننګرهار پوهنتون د هستې په توګه د اعلحضرت محمد ظاهرشاه د سلطنت په وخت په ۱۳۴۲ل کال د ۸ څانګو په درلودلو سره رامنځته شو، چې په پیل کې ۸ تنو استادانو له خوا په کې ۴۸ تنو محصلینو ته تدريس کېده. یاد پوهنځی اوس مهال د کلينيک او پارا کلينيک په برخه کې ۲۴ کادري څانګې، ۱۱۰ تنه استادان او ۲۵۰ بستريز روغتون لري.
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی نړۍوال شهرت لري، چې دWorld Directory of Medical School له خوا په ۱۹۶۴ ميلادي کال کې راجستر او په رسميت پېژندل شوی؛ همدارنګه د نړۍوال روغتيايي سازمان او نورو طبي او روغتيايي خيريه ټولنو سره هم رسمیت لري. یاد پوهنځي تر دې مهاله په ۵۶ دورو کې (۴۰۹۲ ) تنه رنځپوهان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.
طب
پوهنځی اوسمهال د هېواد په ختیځ کې مېشتو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه او له ۱۰۰۰ څخه ډېرو محصلینو ته علمي او اکاډمیک خدمتونه وړاندې کوي. د طب پوهنځي اداره په دې هڅه کې ده، چې د بنسټ په ټولو علمي، اکاډمیکو او اداري برخو کې د اوسنۍ عصـري نړۍ کاریدونکي علمي پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زدهکړو وزارت د ستراتېژیو په پام کې نیولو سره پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن ستراتیژیک پراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی.
ليدلوری
طب پوهنځی د نړۍوالو او سيمهييزو معيارونو په پام کې نيولو سره د کادرونو د روزنې، د څېړنو، لیکنو او روغتیايي خدمتونو په ترسره کولو کې د علم او تکنالوژۍ انکشاف او د پلي کولو له لارې د اغېزمن او تلپاتې ټولنيز، اقتصادي پرمختګ او سوکالي رامنځته کولوهوډ لري.
ماموريت
طب پوهنځی د هېواد او سیمې په کچه د طب په مسلک کې وړ او معیاري کادرونه روزي، چې د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پر مټ په هېواد او سیمه کې شته روغتیايي، څېړنیزو او روزنیزو ستونزو ته د حللارې ولټوي او د پرمختګ لپاره یې هلې ځلې کوي.
تحصيلي څانګې
طب پوهنځی د کلينيک او پارا کلينيک په برخه کې ۲۴ کادري څانګې لري:
- اطفال
- اناټومي
- انتاني TB
- انډوکراین هیماتولوژي
- اورتوپېډي اوعصبي جراحي
- بیزیک ساینس
- بیوشمي
- تنفسي روماتیزمل
- جلدي
- د اطفالو جراحي او انستېزي
- راډیولوژي
- سترګې
- طب وقایه
- عدلي طب
- عقلي عصبي
- عمومي جراحي
- غوږ، ستونی، پوزه
- فارمکولوژي
- فزیالوژي
- قلبي هضمي
- مایکروبیولوژي
- نسایي ولادي
- نیونټالوژي
- هستوپتالوژي
- یورولوژي
تحصيلي نصاب
اړيکې
ايميل ادرس:medical@nu.edu.af