د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په یاد پوهنتون کې د څېړنيز مرکز ودانۍ د جوړېدو چارې له نږدې وليدې.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۱
picture

د ننګرهار پوهنتون رئيس شيخ انعام الله مدني په داسې حال کې، چې د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي يې ملتيا کوله، د څېړنيز مرکز د ودانۍ له رغنيزو چارو ليدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه د ودانیز شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د ودانۍ چارې د BQ سره سمې په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.
د ياد مرکز وداني د شهید افسر خان ستانکزي خيريه بنسټ له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اړینو عصري تجهیزاتو په لرلو سره په ۳ پوړونو کې جوړیږي، چې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې کار به یې نږدې راتلونکي کې سرته ورسېږي.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu