د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د کرنې پوهنځي له چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۱:۳۷
picture

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ له پوهنځیو څخه د نظارت او ارزونې په لړ کې د زراعت پوهنځي د علمي، تدریسي او اداري چارو د حالت څرنګوالي او د یاد پوهنځي د لاسته راوړنو، پرمختګونو، ستونزو، غوښتنو او اړتیاوو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
د کرنې پوهنځي رئیس پوهنوال دوکتور رشاد احمد شېرزاد د ننګرهار پوهنتون د رئیس او مرستیالانو دا اقدام چې د پوهنځیو ارزونه یې پیل کړې، وستایه او مننه یې ترې وکړه، چې دوی خپلو ستونزو او نیمګړتیاوو ته متوجه کوي.
نوموړي د پوهنتون رهبرۍ ته د کرنې پوهنځي د تشکیل، لیسانس او فوق لیسانس برنامو فعلي وضعیت، علمي او څېړنیزو برنامو، محصلینو عملي زده کړو، تحقیقاتي فارمونو او لابراتوارونو تجهیزاتو، ظرفیت لوړونې برنامو، چاپېریالي ثبات او ښکلا برخه کې ترسره کړیو فعالیتونو، څېړنېزو پروژو او اداري چارو په اړه معلومات ورکړل او د ننګونو، فرصتونو او ستونزو یادونې تر څنګ یې هغوی سره خپل وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې کړې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د خپلو ویناوو پر مهال وویل: له پوهنځیو څخه یې د ارزونې هدف د هغوی په علمي، تدریسي، اداري او نورو برخو کې د امکاناتو او ستونزو ارزونه ده او هغوی ته د پرمختګ لپاره اړین سهولتونه چمتو کول دي.
نوموړو دغه راز د پوهنځي مسؤلینو، استادانو، اجرائیه او تدریسي مدیرانو ته د هغوی په چارو کې نیمګړتیاوې په نښه او د سمون په موخه یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د پوهنتون مشرتابه د کرنې پوهنځي مسؤلینو او استادانو ته ډاډ ورکړ، چې د ستونزو حل په برخه کې به ورسره بشپړه همکاري وکړي.
د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبرۍ د کرنې پوهنځي د مختلفو څانګو او مدیریتونو د چارو ارزونه وکړه.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون د دې اوونۍ خبرونه! نېټه: ۱۴۰۴ غبرګولي ۲۹ مه

۱- د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د غبرګولي په ۲۴ مه نېټه په دې پوهنتون کې د روانو ازموینو له بهیر څخه د نظم و شفافیت ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
د پوهنتون رئیس د اړوندو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۲:۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۴ تحصیلي کال کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

یاده ازموینه، چې نن د جوزا په ۲۸ مه نېټه پیل شوه او درې ورځې دوام کوي، په ترڅ کې به یې د ننګرهار ولایت د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو له نږدې لس زره تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو په دې پوهنتون کې د روانو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي او د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu