د ننګرهار پوهنتون استادانو او د لابراتوارونو مسؤلینو ته د لابراتواري کړنو او اصولو پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۱
picture

یاد ورکشاپ د دې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت جوړ شوی و، چې موخه ترې د لابراتوار په برخه کې د مسلکي مهارتونو لوړول، ټاکلو اصولو زده کړه، علمي څېړنو لپاره د لابراتواري فعالیتونو پیاوړتیا، موادو او وسایلو سمه کارونه وه او د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او لابرانتانو په کې ګډون کړی و.
د ورکشاپ پرانیستې وینا پر مهال د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د جوړ شوي ورکشاپ په موخو او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دقیقو څېړنو ترسراوي لپاره  استادانو او محصلینو ته لابراتوار یو مهم او ګټور بنسټ دی او پرته له عملي کار به ورته د یوې موضوع بشپړ درک ستونزمن وي.
نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د لابراتواري وسایلو سمې کارونې، اصولو او خوندیتوب تدابیرو زده کړې ته زیاته پاملرنه وکړي، چې راتلونکي کې معیاري څېړنو ته زمینه برابره شي.
د دې ورکشاپ د روزنې چارې د ساینس پوهنځي استاد پوهنمل عارف الله ضیاء له خوا ترسره شوې او د مسؤلینو په وینا چې له دې ورکشاپ وروسته به د څو تنو استادانو څخه د پوهنتون د لابراتوارونو د ارزونې یوه کمېټه جوړه شي، څو د ټولو ساینسي پوهنځیو د لابراتوارونو اړتیاوې او تجهیزات په نښه او مسؤلینو سره یې د اکمال په موخه شریکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu