د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
picture

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د یو سيمینار پر مهال د اعتکاف، قدر شپې او سرسایې په هکله معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مبلغ مولوي نجیب الله ثاقب د یادو موضوعاتو بېلابېلو اړخونه روښانه، په هکله یې هر اړخیز معلومات ارایه او په سيمینار کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.
نوموړي ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې په ورته دیني او علمي برنامو کې په پوره علاقې ګډون وکړي، اسلامي احکام او مسایل ترې زده او په خپل ژوند کې یې عملي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو معلوماتي سيمینارونو سربېره د ننګرهار پوهنتون رئیس او د  دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو له لوري بېلابېلو وختونو کې د پوهنتون استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د فرامینو تشریح، تفسیرـ ترجمې او نصاب درسونو سلسله جریان لري. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu