د ننګرهار پوهنتون مشرتابه دې پوهنتون کې د تدریسي بهیر د بیا پیل سره سم له ټولو پوهنځیو څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني ددې پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په ملتیا د نوي سمستر د پیل کېدو سره سم له ټولو پوهنځیو څخه د لیدنې پر مهال د استادانو او محصلینو حاضري کتلو سربېره د پوهنځیو مسؤلینو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.
د پوهنتون مشرتابه غړو د خپلو ویناوو پر مهال محصلینو ته د حاضرۍ، خپلو علمي او تحصیلي برخو کې د جدي هڅو ترسره کولو او د پوهنتون له امکاناتو په سمه توګه د استفادې په برخه کې سپارښتې وکړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د تېرو سمسترونو پر مهال شته ستونزې او اړتیاوې حل شوي.
نوموړو دغه راز د پوهنځیو مسؤلینو ته د تدریسي چارو ښه ترسراوي او بشپړ چمتوالي په اړه سپارښتنې وکړې.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت