د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۴:۵۱
Picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس د خپلو مرستیالانو په ملتیا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه د لیدنې او ارزونې په ترڅ د یاد پوهنځي د اکاډمیک وضعیت، تدریسي بهیر، اداري چارو، پرمختګونو، لاسته راوړنو، اړتیاوو او ستونزو په اړه معلومات ترلاسه کړل.
د مجلس په پیل کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهندوی محمد عارف حازم د پوهنتون رهبرۍ ته ښه راغلاست ووایه، له پوهنځیو څخه لیدنه او ارزونه یې د پوهنتون د مشرتابه له لوري غوره اقدام وباله او د خپل پوهنځي د لیسانس او فوق لیسانس برنامو اړوند اکاډمیکو پرمختګونو، تدریسي بهیر څرنګوالي، کمېټو فعالیتونو، موجوده امکاناتو، څېړنیزو، اجتماعي او فرهنګي فعالیتونو، نوښتونو، اړتیاوو، بېلابېلو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.
د استادانو او خدماتي کارکوونکو کم والی، یوې بلې ودانۍ ته اړتیا، کافي اندازه تخنیکي وسایلو، معیاري کمپیوټر لیب او غني کتابتون نه موجودیت هغه ستونزې وې، چې د ښاغلي حازم په وینا د دوی د پرمختګ مخه یې نیولې ده.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شـیخ انعام الله مدني د خپلو خبرو پر مهال د یاد پوهنځي په پرمختګ کې د مسؤلینو او استادانو د هڅو ستاینه وکړه او اکاډمیکو معیارونو ته ژمنتیا، محصل محوره تدریس، شته امکاناتو او منابعو څخه مؤثرې ګټې اخیستنې، پر استادانو او محصلینو د اصولو پلي کولو او دوامداره پرمختګ لپاره د کارکوونکو تر منځ همغږۍ باندې یې ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه: د ارزونې په یاده پروسه کې به د ټولو پوهنځیو ستونزې او اړتیاوې په نښه او د حل په برخه کې  به یې جدي اقدامات ترسره کړي. 
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو ویناوو کې د یاد پوهنځي بېلابېلو برخو کې شته ستونزو په اړه خبرې وکړې، مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او دغه راز یې د پوهنځي مربوط اړوندو برخو کې د امکاناتو برابرولو او ستونزو حل ډاډ څرګند کړ. 
د لیدنې په پای کې د پوهنتون رهبرۍ د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مختلفو څانګو او مدیریتونو د چارو ارزونه وکړه.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu