د نورستان محصلینو د چاپېریال سمسورتیا په موخه ننګرهار پوهنتون کې نیالګي کېنول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۱:۴۷
picture

د نورستان محصلینو علمي او فرهنګي ټولنې د پاک او زرغون چاپېریال تامین په پار د ننګرهار پوهنتون په بېلابېلو برخو کې لسګونه زینتي بوټي او ګلان وکرل او ویې ویل، چې په دې کار سره غواړي په محصلینو کې دطبیعت پالنې روحیه پیاوړې کړي.

یاد نیالګي د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال، د پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې مشر، د کرنې پوهنځي مسؤلینو او استادانو په حضور کې په ټاکل شویو ځایونو کې کېنول شول.

د نورستان محصلینو د علمي او فرهنګي ټولنې استازي ډاکتر محمد نور نوري په وینا، د پاک او زرغون چاپېریال رامنځته کول او د طبیعت ساتنه یوازې د یوې ډلې کار نه دی، بلکې دا د ټولنې د ټولو افرادو ګډ مسؤلیت دی، چې د خپلې سیمې د ښکلا او اقلیم لپاره لازمې هڅې ترسره او خپل مسؤلیت ادا کړي.

 د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي او د پوهنتون د فرهنګي کمېټې مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي په خپلو خبرو کې د یادې علمي او فرهنګي ټولنې ددې اقدام ستاینه وکړه او نیالګیو کېنول یې د پوهنتون چاپېریال په ښکلا او سمسورتیا کې مهم وبلل.

نوموړو زیاته کړه، چې پاک چاپېریال د محصلینو په رواني او فزیکي روغتیا کې اساسي رول لري او د چاپېریال ساتنې اړوند یې د دا ډول فعالیتونو او هڅو ملاتړ وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu