د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د ساینس پوهنځي څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۱۱
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو په ملتیا د پوهنځیو او څانګو د چارو د ارزونې په لړ کې د ساینس پوهنځي ارزونه وکړه او د یاد پوهنځي د علمي، تدریسي، اداري، څېړنیزو پروژو، پرمختګونو، لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

د ساینس پوهنځي رئیس پوهنمل رفیع الله رفیع د پوهنتون رهبرۍ ته د خپل پوهنځي د تاریخچې، تشکیل، کمېټو فعالیتونو، نصاب، تضمین کیفیت برخه کې هلو ځلو، د استادانو او محصلانو تجاربو، نوښتونو، مقالو نشر، کار لاندې څېړنیزو پروژو، علمي توامیتونو او سیرونو، رغنیزو او ترمیماتي چارو او لابراتوارونو په اړه معلومات وړاندې کړل او هم یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د پوهنتون مشرتابه سره شریک کړل.

picture

نوموړي د استادانو، تخنیکي کارکوونکي او لابرانتانو کموالی، د تدریسي خونو عدم تجهیز، د استادانو څېړنو او محصلینو علمي سیرونو لپاره کافي بودیجه په واک کې نه لرل، کافي اندازه لابراتواري موادو نه شتون، د وسایلو ترمیم ته اړتیا او ظرفیت لوړونې برنامو په برخه کې د امکاناتو نشت والی د یاد پوهنځي عمده او اساسي ستونزې یادې کړې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس  شــ/یخ انعام الله مدني د خپلې وینا پر مهال د ساینس پوهنځي په پرمختګونو، نوښتونو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او مسؤلینو څخه د مننې تر څنګ یې په چارو کې اطاعت او همغږۍ ، چارو پر وخت ترسراوي، حاضرۍ، محصلینو سره په چلند کې برابروالي او یو بل ته ښه نیت درلودلو باندې ټینګار وکړ.

نوموړي د یاد پوهنځي مسؤلینو ته د ستونزو حلولو برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د نظام اصولو سره د استادانو او محصلینو عیارولو اړوند یې هغوی ته ځینې سپارښتنې وکړې.  

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــ/ولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو ویناوو کې د یاد پوهنځي مسؤلین بېلابېلو برخو کې خپلو مکلفیتونو ته ځیر کړل، د یاد پوهنځي د ستونزو حل په برخه کې یې د خپلو اجرااتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د وړاندیز شويو مسایلو د جدي تعقیب  ډاډ یې ورکړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ساینس پوهنځي استادانو د مربوطه ادارو سره د محصلینو د پرمختګ او عملي کارونو په موخه د علمي توامیتونو لاسلیکولو باندې ټینګار وکړ او هم یې د پوهنځي د پرمختګ په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل.

د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبرۍ دساینس پوهنځي د مختلفو څانګو او مدیریتونو د چارو ارزونه وکړه.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu