د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې مرکزي کمېټې غونډه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
PICTURE

د کمېټې په دې ناسته کې، چې د پوهنتون علمي چارو مرستیال په مشرۍ او د کیفیت لوړاوي داخلي واحد مسؤل او کمېټې غړو په حضور کې ترسره شوه، د کمېټې په روانو فعالیتونو، پوهنځیو او څانګو کې د خودي ارزونې ترسره کولو باندې بحث وشو او یو شمېر راپورونه شریک او تائید شول.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح مجلس ته په وینا کې وویل، د کیفیت لوړاوي پروسې ټاکلي معیارونه په بشپړه توګه پلي کول د پوهنتون علمي، تدریسي، څېړنیزو او اداري چارو معیاري او د باور وړ کېدو لپاره حیاتي ارزښت لري او د پوهنتون اعتبار، سیالۍ او پرمختګ لپاره اساس بلل کېږي.
نوموړي سپارښتنه وکړه، چې راتلونکې بهرنۍ ارزونې لپاره دې په کامله توګه چمتووالي ونیول شي او په روانو چارو کې د شته جزوي ستونزو موندلو او لمنځه وړلو په پار دې په ټولو پوهنځیو کې خودي ارزونې پیل شي.
د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي داخلي واحد مسؤل پوهنمل حنیف الله باوري د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې امریت د کړنو لنډ راپور شریک کړ او همدارنګه د کمېټې غړو د (پي پي ار) او (ای پي ایم) راپورونو تائید او یو لړ نورو مسایلو په اړه بحثونه او نظریات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu