د ننګرهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمريت خبرتیا!

nu_admin
image

Event dates

Event dates -

 

د ننګرهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمريت د انټرنټ له لارې خپلو ټولو درنو استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو ته د دې آمريت اړوند ځينې چارو لکه: له هېواده بهر په نړيوالو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو اړوند بنسټونو کې د دې پوهنتون د درنو استادانو، محصلانو او فارغانو د اسنادو تائيدي، د ننګرهار پوهنتون د علمي کدر لرونکو استادانو ته د رسمي ايميل ادرس جوړول، د خپلو ټولو کدري او اداري څانګو IT اړوندو ستونزو او غوښتنو ته رسيده ګي او د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام ورځنۍ لارښوونې، سپارښتنې او خبرتیاوې خپرول شامل دي. د دې ټولو تخنیکي او نورو موضوعاتو د حل په موخه مو د خدمتونو د وړاندې کولو، ساتنې، راپور ورکونې او د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو له پاره دغه د ټیلیګرام ګروپ جوړ کړی دى.

نو مهرباني وکړئ له دې ګروپ سره یوځای شئ او زموږ له پورته خدمتونو او اسانتیاوو برخمن شئ.

https://t.me/nu_it

درنښت

سيد اجمل نقشبندي

د معلوماتي ټکنالوژي او کتابتون آمر

34.4773441, 70.3671505

More events

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۹:۳۲
Background image

قراردادی خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د تدرېسي روغتون لپاره د ضرورت وړ(۱۳) قلمه خياطي لوازمو د دواوطلبۍ په پروسه . . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

دامام ابو حنيفه ( رحمه الله تعالی) د دیني جامعې رياست د لمريزې برېښنا د پروژې د داو طلبۍ خبرتيا!

دننګرهار امام ابو حنيفه (رحمهّ الله تعالی) دينې جامعې رياست غواړي د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره (۴۵) کيلو واټه لمريزې برېښنا پروژه په قرارداد ورکړي، که کوم شرکت د ياد قرارداد د ترسره کولو اراده . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۲:۱۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون د اداري او تدريسي شعباتو لپاره د ضرورت وړ (۵۹) قلمه تنظیفاتي موادو د داو طلبۍ خبرتيا!

داو طلبۍ ته د دعوت شمېره: MOHE/NU/1404/NCB/G-03

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون داداري او تدريسي شعباتو . . .

User account menu