د ننګرهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمريت خبرتیا!

nu_admin
image

Event dates

Event dates -

 

د ننګرهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمريت د انټرنټ له لارې خپلو ټولو درنو استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو ته د دې آمريت اړوند ځينې چارو لکه: له هېواده بهر په نړيوالو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو اړوند بنسټونو کې د دې پوهنتون د درنو استادانو، محصلانو او فارغانو د اسنادو تائيدي، د ننګرهار پوهنتون د علمي کدر لرونکو استادانو ته د رسمي ايميل ادرس جوړول، د خپلو ټولو کدري او اداري څانګو IT اړوندو ستونزو او غوښتنو ته رسيده ګي او د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام ورځنۍ لارښوونې، سپارښتنې او خبرتیاوې خپرول شامل دي. د دې ټولو تخنیکي او نورو موضوعاتو د حل په موخه مو د خدمتونو د وړاندې کولو، ساتنې، راپور ورکونې او د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو له پاره دغه د ټیلیګرام ګروپ جوړ کړی دى.

نو مهرباني وکړئ له دې ګروپ سره یوځای شئ او زموږ له پورته خدمتونو او اسانتیاوو برخمن شئ.

https://t.me/nu_it

درنښت

سيد اجمل نقشبندي

د معلوماتي ټکنالوژي او کتابتون آمر

34.4773441, 70.3671505