د ننګرهار پوهنتون د دوکتورا پروګرام لومړني فارغ خپل پایلیک دفاع کړ

nu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۱۹
image

 

پوهاند سید احمد فاطمي د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون دوکتورا پروګرام د لومړۍ دورې د لومړني فارغ په توګه له خپل پایلیک څخه دفاع وکړه.

په همدې مناسبت د پوهنتون د غونډو په تالار کې یو لړ مراسم جوړ شوي وو، چې د پوهنتون او شرعیاتو پوهنځي د مشرتابه، استادانو او محصلانو سربېره په کې د کابل او ځینو نورو پوهنتونونو استادانو، علماوو، پوهانو، ولایتي چارواکو او قومي مخورو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د دفاع غونډې د پرانیستې پر مهال خوښي وښوده، چې ننګرهار پوهنتون له لیسانس او ماستر وروسته د ډاکټر په سویه علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي.

نوموړي وویل: د فقهې او قانون څانګې دوکتورا پروګرام د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې په ۱۳۹۳لمریز کال کې رامنځته شو، چې تر دې دمه یې ۱۹ تنه په دوه دورو کې له تدریسي پروسې فارغ کړي، چې اوس مهال په رساله لیکنې بوخت دي او ۱۰ تنه نور په کې په درېیمه دوره کې په زده کړو بوخت دي.

پوهاند بهسودوال له اړوندې څانګې د Phd په سویه د علمي کادرونو فراغت د ننګرهار پوهنتون او د ټول هېواد لپاره د ویاړ او افتخار ځای وباله او زیاته یې کړه، چې د فوق لیسانس پروګرامونه به د پوهنتون نورو پوهنځیو ته هم وغځوي.

د ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند ننګرهار پوهنتون د دې ولایت شمله وبلله، چې په وینا یې، تل یې دې سیمې او خلکو ته افتخارات راوړي، چې نننۍ فراغت غونډه يې بله ستره علمي لاسته راوړنه ده.

نوموړي سپارښتنه وکړه، چې دغه پوهنتون دې په مسلکي څېړنیز مرکز بدل شي، تر څو د هېواد په کچه څېړنې تر سره او بېلابېلو برخو کې ترې ګټه واخيستل شي.

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب، د فقهې او قانون څانګې دوکتورا برنامې آمر پوهاند دوکتور دل آقا وقار او د کابل پوهنتون استاد پوهاند دوکتور ودیر صافی د غونډې نور ویناوال وو، چې د موضوع په تړاو یې خبرې وکړې.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې پوهاند سید احمد فاطمي له خپل پایلیک دفاع وکړه او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې، چې د ژوري هیئت له خوا یې دفاع مثبته ارزیابي شوه.

د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو، ژبو او ادبیاتو او اقتصاد پوهنځیو کې د ماسترۍ ۵ او د دوکتورا یوه برنامه لري، چې ۳۷۳ تنه په کې په زده کړو بوخت دي او ۴۵۱ تنه یې په ذکر شویو څانګو کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۲
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره پای ته ورسېده.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د رمضان المبارک میاشتې په لړ کې د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو او د لابراتوارونو مسؤلینو ته د لابراتواري کړنو او اصولو پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د دې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت جوړ شوی و، چې موخه ترې د لابراتوار په برخه کې د مسلکي مهارتونو لوړول، ټاکلو اصولو زده کړه، علمي څېړنو لپاره د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د یو سيمینار پر مهال د اعتکاف، قدر شپې او سرسایې په هکله معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu