ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۴ تحصیلي کال کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۲:۰
picture

یاده ازموینه، چې نن د جوزا په ۲۸ مه نېټه پیل شوه او درې ورځې دوام کوي، په ترڅ کې به یې د ننګرهار ولایت د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو له نږدې لس زره تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې د پرانیستې مراسم جوړ شوي وو، چې د پوهنتون رهبرۍ او استادانو سربېره په کې د ازموینو ملي ادارې عمومي مشر، د یادې ادارې د پوښتنو بانک د تنظیم چارو رئیس او ورسره مل پلاوي، د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، علماء کرامو، اداري کارکوونکو او یو شمېر محصلینو برخه لرله.

د غونډې ښه راغلاست او پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکر الله وحدت راغلو مېلمنو ته هرکلی ووایه، د ازموینې د شفافیت او نظم اړوند یې استادانو ته سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون به د وړ او با استعداده ځوانانو پېژندنې او د هغوی علمي پالنې برخه کې خپله مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.

نوموړو ژمنه وکړه، چې د پوهنتون اداره او استادان به د همکارو ادارو سره په ګډه د کانکور روانې ازموینې شفافیت، نظم او قانوني ترسراوي لپاره جدي هڅې وکړي او ټینګار یې وکړ، چې ازموینه باید له هر ډول شخصي، قومي او سمتي تمایلاتو وساتل شي، چې ګډونوال یې په ډاډمنه فضا کې د خپلې وړتیا له مخې ازموینه ورکړي.

د ازموینو ملي ادارې عمومي رئيس شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني په خپله وینا کې وویل، د هېواد راتلونکی د تحصیل کرده، باشعوره او مومنو ځوانانو پورې تړلی او زیاته یې کړه، د خوښۍ ځای دی چې هېواد مو له شل کلن اشغال وروسته یو ځل بیا خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې، ابادۍ او هیوادني پرمختګ لپاره د شفافیت په اساس د ځوان نسل ټاکنه او علمي روزنه ډېره مهمه ده.

نوموړي زیاته کړه، نظام په دې هڅو کې دی چې یو داسې تعلیمي او تحصیلي چاپېریال رامنځ ته کړي، چې اساس یې له شفافیت، عدالت او اسلامي ارزښتونو جوړ وي او یاده برخه کې یې د ټولو اړوندو ادارو، مسؤلینو او استادانو همکاري اړینه وبلله.

د غونډې په پای کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموینه پیل شوه، چې د غونډې یو شمېر ګډونوالو مېلمنو د ننګرهار پوهنتون د رئیس او مرستیالانو په ملتیا د ازموینې له صحنو لیدنه وکړه. 

د یادونې وړ ده، چې د کانکور پيل شوې ازموینه به دوه نورې ورځې (پنجشنبه او جمعه) چې د روانې جوزا میاشتې له (۲۹ او ۳۰) مې نېټې سره سمون لري، دوام وکړي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي او امام ابو حنیفه رحمه الله ديني تخصصاتو جامعې استادانو ته (د څېړنې اساساتو پېژندنه او مقاله لیکنې) تر سرلیک لاندې ۳ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ، چې نن د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت د پوهنتون مسلکي زده کړو پرمختايي مرکز (PDC) کې پیل شو، د روزنې چارې یې د همدې پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د خپلو اړوندو امرینو او پوهنځیو تدریسي مدیرانو سره غونډه وکړه.

د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت د محصلانو چارو او محصلانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې د خوارځواکو کوچنیانو د درملنې څانګه (TFU) له بیا رغاونې وروسته ګټې اخیستې ته ورسپارل شوه.

د روغتون د مسؤلینو په وینا، یاده څانګه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي مرسته د نږدې ۱۵۰۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د شلو ورځو په موده کې ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده. . .

BACK TO NEWS

User account menu