د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کیفیت لوړاوي پروسې او د اداري اصلاحاتو د ارزونې فورمونو د تشریح یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۵۹
picture

یاد ورکشاپ، چې د کارکوونکو چارو امریت اړوند د وړتیا لوړونې لوی مدیریت له خوا د بېلابېلو برخو امرینو او  مدیرانو ته دایر شو، پر مهال یې د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې پروسې په ارزښت او اهمیت تفصیلي وینا وشوه او د اداري اصلاحاتو د ارزونې فورمونو فني ډکولو او اداره کې د مؤثره فعالیتونو ترسراوي لارې وښودل شوې.
د ورکشاپ روزونکي د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې داخلي واحد مسؤل پوهنمل حنیف الله باوري او د کیفیت لوړونې او اعتبار ساتنې عمومي مدیر بختي مولا سیدي وو، چې د یادو موضوعاتو په تړاو یې پراخه علمي او مسلکي معلومات ارایه او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu