د ختیز زون د لوړو زده کړو بنسټونو مسؤلینو سره د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشرتابه پلاوي مشورتي غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۲ - ۹:۳۵
image

 

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشر مولوي عبدالباقي حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ په ختیزو ولایتونو کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو د مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو سره مشورتي ناسته وکړه.

یاده غونډه، چې د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب جوړه شوې وه، ګډونوالو یې د تحصیلي نظام د بهبود او ښه والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د امارت د مسؤلینو سره شریک کړل.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان پوهنتونونو د اوس مهالي وضعیت، اکاډمیکو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه یې معلومات ورکړل.

پوهاند بهسودوال د ختیز زون پوهنتونونو د مسؤلینو او استادانو په استازولۍ په پوره ژمنتیا د دندو او مسؤلیتونو د ترسراوي د ډاډ تر څنګ د امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشرتابه ته وړاندیز وکړ، چې د هېواد د لوړو زده کړو اوسنی سیستم دې وساتل شي او د لا پیاوړتیا لپاره یې باید هلې ځلې وشي.

د ننګرهار پوهنتون د استادانو اتحادیې رئیس پوهنمل سید احمد هاشمي، په ختیځ کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې مشر او د خراسان پوهنتون رئیس دکتور احمد طارق کمال، د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل محمد شاکر وحیدي او د ښځینه استادانو په استازیتوب پوهنیار خاطره بابکرخېل د غونډې نور ویناوال وو، چې د تحصیلي بنسټونو، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو وړاندیزونه او ستونزې یې د امارت د لوړو زده کړو کمېسون د مشرتابه سره شریکې کړې.

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشر مولوي عبدالباقي حقاني د خپلې وینا پر مهال اسلامي شریعت د ژوند لپاره یو بشپړ او کامل نظام وباله او زیاته یې کړه، چې دیني او عصري علوم د یوې سکې دوه مخونه دي.

نوموړي وویل: د اسلامي امارت هڅه داده، چې د دواړو برخو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او په دې برخه کې د علمي بنسټونو او استادانو مرستې او مشورو ته اړتیا ده، چې د خپل تحصیلي نظام او په ټوله کې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي حقاني په پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو کې د ټولو هغو کړنو، چې د اسلامي شریعت او افغاني اصیل فرهنګ سره په ټکر کې وي، د مخنیوي سپارښتنه وکړه او استادانو او اداري کارکوونکو (نارینه او ښځینه و) ته یې ډاډ ورکړ، چې د پخوا په څېر خپلو دندو او مسؤلیتونو ته دوام ورکړي.

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشرتابه پلاوي د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو مسؤلینو او استادانو ته لارښوونه وکړه، چې د تحصیلي نظام او بنسټونو د لا ښه والي او غنامندۍ لپاره دې خپل نظرونه ورسره په لیکلي توګه شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu