د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ماسترۍ درې پروګرامونو لپاره له ۹۲ تنو کاندیدانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۵
picture

د ازموینو ملي ادارې له خوا د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي دریو څانګو (هارتیکلچر، اګرانومي او د کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت) ماسترۍ برنامو لپاره له ۹۲ تنو ګډونوالو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
په همدې مناسبت کرنې پوهنځي کې د ازموینې د پرانیستې مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د پوهنځي مسؤلینو، استادانو او ازموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي په کې برخه لرله او په ترڅ کې یې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح، د ازموینو ملي ادارې د انسجام رئیس دوکتور میر افضل کوټوال او نورو مسؤلینو د ازموینې صحنې څخه د لیدنې پر مهال ګډونوالو ته د شفافیت او په ټاکلي وخت د پایلو اعلان ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون دا مهال د ماسترۍ ۱۰ او د دوکتورا ۴ برنامې لري، چې نږدې ۷۰۰ تنه محصلین په کې په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu