د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د کاري مرکې فن) درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د محصلینو ظرفیت لوړونې او مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی (د کاري مرکې فن) درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
په دې ورکشاپ کې د څوارلس ګونو پوهنځیو (۱۳۰) تنو محصلینو برخه لرله، چې کارموندنې پروسې ته د چمتووالي او بریالۍ کاري مرکې ترسره کولو په اړه تیوري او عملي زده کړې ورکړل شوې.
د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي استاد پوهنمل منصور فقیرزي د ورکشاپ په ترڅ کې محصلینو ته د موضوع په اړه ټول اړین معلومات تشریح، د عملي تمرینونو له لارې یې د هغوی وړتیاوې لوړې او د کار موندنې مرکې (انټرویو) فن په هکله مشورې او مهمې طریقې ورته وښودې.
ورکشاپ کې پر دې ټینګار وشو، چې کاري مرکه کې د علمي اسنادو سره سره د شخصي وړتیاوو مظاهره، باډي لنګویچ، پر نفس اعتماد او پوښتنو ته منطقي ځوابونه ویل اساسي عوامل دي، چې باید پوره چمتووالی ورته ونیول شي.
د ورکشاپ ګډونوالو وویل، دا ډول علمي او روزنیز ورکشاپونه ورسره مرسته کولی شي، چې راتلونکې کې په اسانۍ سره د کار بازار ته داخل او د خوښې ځای کې د خدمت په موخه تقرر حاصل کړي.
ورکشاپ د پوهنتون مسؤلینو او استادانو له خوا محصلینو ته د سندونو په ورکړې سره پای ته ورسېد.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
