د لوړو زده کړو محترم وزير د ننګرهار پوهنتون د مسؤلینو سره د ناستې ترڅنګ، تېر ماسختن مهال په دغه پوهنتون کې د مېشت لیلیه محصلانو د حال پوښتنه وکړه!
د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د یاد پوهنتون مسؤلینو او علمي شورا غړو سره په ناسته کې، د ننګرهار پوهنتون تدریسي چارو په اړه د دغه پوهنتون مسؤلینو، پوهنځيو رئیسانو او استادانو فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
دغه راز محترم شیخ صاحب د تحصیلي نظام لا ښه والي، پیاوړتیا او یاد بهیر معیاري مخ ته وړلو ټينګار وکړ او په دې برخه کې یې د ننګرهار پوهنتون ستاینه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر په دغه ناسته کې وویل چې ټول مسؤلین دې خپلې دندې په پوره صداقت او اخلاص د پلان سره سمې ترسره کړي او د مسؤلیت احساس او کاري ژمنتیا یې د پرمختګ لپاره مهم وبلل.
دغه راز محترم شیخ صاحب د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو او استادانو څخه وغوښتل چې د محصلینو عملي زده کړو، اخلاقي تربیې، سیرت او صورت برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغوی ته د مېړانې، جرئت، دین او ملک ساتنې درس ورکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د ننګرهار امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مسؤلینو، استادانو او فاضلانو سره ناسته وکړه، د یادې جامعې فاضلان یې خپلو درسونو ته وهڅول او ورته ویې ویل چې د افغانستان په مهمو موضوعاتو تحقیقات ترسره کړي.
دغه راز تېر ماسختن مهال محترم شیخ صاحب د پوهنتون د لیلیې له ټولو برخو، خوړنځای او د لیلیې زاړو ترمیم شویو بلاکونو څخه لیدنې وکړې او د لیلیې له محصلینو سره یې هم وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې وارویدل.
