د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۴۰
PICTURE

د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې لوړو زده کړو وزارت څخه د تائید شویو کورسونو معیاري ثبت، ثبت بهیر څخه منظمې څارنې، اړونده برخه کې د استادانو مسلکي پیاوړتیا، د ثبت لازمو وسایلو او امکاناتو برابرولو او یو شمېر متفرقه مسایلو اړوند خبرې او نظریات شریک شول.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح په خپله وینا کې د کورسونو معیاري ثبت او د الکترونیکي زده کړو کمېټې فعالیتونو په اهمیت وغږېد او د کورسونو د ثبت مربوط هر راز ستونزو ژر حل، د ریکارډ وسایلو اغېزناکې کارونې او د استادانو په ظرفیت لوړولو باندې یې ټینګار وکړ.

د علمي چارو مرستیال همدا راز محصلینو لپاره په تدریسي بهیر کې د عصري ټکنالوژۍ استعمال، د زده کړې انلاین طریقو او معلوماتي سایټونو د ښودلو اړتیا یاده کړه او سپارښتنه یې وکړه، چې استادان باید یادې چارې ته زیاته پاملرنه وکړي.

د مجلس پر مهال د الکترونیکي زده کړو کمېټې مشر پوهنیار عارف الله ضیاء د انلاین کورسونو ثبت په موخه استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزارت له خوا جوړ شوي ورکشاپ کې د ګډون جزیات او راپور شریک کړ او دغه راز یې د کورسونو ثبت اړوند علمي او تخنیکي معلومات وړاندې کړل.

د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون استادانو ته اړونده برخه کې د مسلکي روزنې او معلومات زیاتوالي په موخه د یو ورکشاپ په جوړولو هوکړه وشوه.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې مرکزي کمېټې غونډه وکړه.

د کمېټې په دې ناسته کې، چې د پوهنتون علمي چارو مرستیال په مشرۍ او د کیفیت لوړاوي داخلي واحد مسؤل او کمېټې غړو په حضور کې ترسره شوه، د کمېټې په روانو فعالیتونو، پوهنځیو او څانګو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې لوړو زده کړو وزارت څخه د تائید شویو کورسونو معیاري ثبت، ثبت بهیر څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته جوړ شوی ۳ ورځنی سيمینار پای ته ورسېد.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته جوړ شوی درې ورځنی ديني او علمي سيمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
د. . .

BACK TO NEWS

User account menu