د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي جدیدالشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۴۹
picture

د یادې غونډې پر مهال چې په کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس او محصلانو چارو مرستیال سربېره د کرنې پوهنځي مسؤلینو، استادانو او ګڼو محصلینو برخه درلوده، د پوهنتون مشرتابه نویو راغلو محصلینو ته د راتلونکي تحصیلي بهیر په هکله اړینې سپارښتنې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شيخ انعام الله مدني غونډې ته د خپلې وینا پر مهال جدیدالشمول محصلینو ته د هرکلي ویلو تر څنګ هغوی ته د پوهنتون اکاډمیک چاپېریال سره ځان عیارولو، روزنیزو امکاناتو او فرصتونو څخه فوق العاده ګټې اخیستنې، مطالعې ته وخت ورکولو، مسؤلیتونو پر وخت ترسراوي او اصولو رعایت اړوند سپارښتنې وکړې.

نوموړي د زراعت په اهمیت ټینګار وکړ او محصلین یې وهڅول، چې د خپلې تحصیلي دورې پر مهال په زده کړو کې پوره هڅه وکړي او د هیواد په زراعتي پرمختګ کې ونډه واخلي.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو خبرو کې نویو راغلو محصلینو ته د هر راز ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د حسنه اخلاقو او ضوابطو پیروۍ په هکله یې هغوی ته بېلابېلې سپارښتنې وکړې.
 
د غونډې په پای کې د کرنې پوهنځي مسؤلینو له لوري جدیدالشمول محصلینو ته د پوهنتون او پوهنځي  د مختلفو څانګو، خدماتو، سهولتونو او امکاناتو په اړه معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې سنبلې میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو او اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون ۴۰۰ تنو محصلینو ته د کمپیوټر زده کړې کورس پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت له خوا د دې پوهنتون د څوارلسو پوهنځیو (۴۰۰) تنو محصلینو ته د کمپیوټر مختلفو پروګرامونو د زده کړې کورس پیل شو، چې څلور میاشتې به دوام وکړي.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې مرکزي کمېټې غونډه وکړه.

د کمېټې په دې ناسته کې، چې د پوهنتون علمي چارو مرستیال په مشرۍ او د کیفیت لوړاوي داخلي واحد مسؤل او کمېټې غړو په حضور کې ترسره شوه، د کمېټې په روانو فعالیتونو، پوهنځیو او څانګو کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu