وترنري علومو پوهنځي خپل ۱۵ تنه ممتاز محصلین وستایل.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۷
pic

د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي فرهنګي کمېټې د بېلابېلو څانګو (۱۵) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر نهايي ازموینو په پایله کې یې د خپلو ټولګیو او پوهنځي په کچه لوړې نومرې اخیستې وې، د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.

په همدې پار وترنري علومو پوهنځي کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون مرستیالانو، استادانو، محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

غونډې ته د ښه راغلاست وینا پر مهال د وترنري علومو پوهنځي مرستیال پوهنمل حنیف الله باوري د پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه، چې د محصلینو ستاینې او تشویق په موخه یې غونډه کې ګډون کړی.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیارحافظ سید محمد قاسم هاشمي، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د اداري او مالي چارو مرستیال مُفتي نعمت الله اعزازي په خپلو خبرو کې د یادو محصلینو استعدادونه وستایل او هغوی یې د پیاوړي تحصیلي نظام جوړوونکي او د ټولنې علمي پانګه وبلله.

نوموړو محصلین لا زیاتو علمي کوښښونو، مطالعې او ځان جوړونې ته وهڅول او ژمنه یې ورسره وکړه، چې د پوهنتون اداره به یې علمي پرمختګ ته زیاته پاملرنه وکړي او د معیاري زده کړو امکانات به ورته برابر کړي.

د ستاینغونډې په پای کې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځي مسؤلینو او استادانو محصلینو ته ستاینلیکونه، مډالونه او نغدي جوایز ورکړل.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

محصلینو ته د روژې د مسایلو او فضایلو په اړه بیان وشو.

د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت مرستیال مولوي نجیب الله ثاقب د دیني او اصلاحي درسونو په سلسله کې سلګونه تنو لیلیه محصلینو ته د روژې احکامو، فضایلو او ۲۰ رکعته تراویح لمونځ اقامت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۷
Background image

وترنري علومو پوهنځي خپل ۱۵ تنه ممتاز محصلین وستایل.

د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي فرهنګي کمېټې د بېلابېلو څانګو (۱۵) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر نهايي ازموینو په پایله کې یې د خپلو ټولګیو او پوهنځي په کچه لوړې نومرې اخیستې وې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضي څانګې متقاعد استاد پوهنمل محمد اکرم عمرخېل د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې!
انالله. . .

BACK TO NEWS

User account menu