ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې درې اوونۍ به دوام وکړي، د روانې وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ پیل شو.
د ټورنمنټ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي محصلینو لپاره د سپورتي فعالیتونو په اهمیت خبرې وکړې او د ورزشي اخلاقو او اصولو په رڼا کې یې هغوی ته د لوبېدو سپارښتنه وکړه.
د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ په وینا، چې د پیل شویو سیالیو څخه یې موخه روغتیايي او فزیکي فعالیتونو ته د محصلینو هڅونه، د هغوی تر منځ د یووالي پیاوړتیا او د ورزشي استعدادونو پېژندنه ده.
د ټورنمنټ په لومړۍ سیالۍ کې د اقتصاد پوهنځي لوبډلې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي لوبډلې ته۲ـ۱ پر وړاندې ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون سپورت او بدني روزنې امریت پلان لري، تر دې سیالیو وروسته محصلینو ته د کرکټ ټورنمنټ پیل کړي.