ننګرهار پوهنتون کې د شـ.هید امــ/يرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور (رحمه الله) د اتم تلین په مناسبت د قرانکريم ختم او ياد غونډه ترسره شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۸:۳۹
Picture

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون په جامع مسجد کې مراسم جوړ شوي و، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

ياد غونډې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د شـ.هید امـ/یرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور د کارنامو، سیاسي ځیرکتیا، وطن دوستۍ، د اشغـ/ال پر وړاندې مبارزې او د شرعي احکامو د نفاذ په برخه کې د هغه پیاوړي هوډ یادونه وکړه او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپل اتلان هېر نه کړي، هغوی ونمانځي او د هغوی لاره تعقیب کړي.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت له مسؤلینو او محصلينو مننه وکړه، چې د خپلو اقدارو او مشرانو په وياړ ياد غونډې جوړوي.

نوموړي د دغه ډول ياد غونډو په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دغه ډول مناسبتونه زمونږ حال د وياړمنې ماضي سره تړي.

 د غونډې په پای کې ګډونوالو د شـ.هيد امــ/يرالمؤمنين پاک روح ته د دعا لاسونه لپه کړل. 

سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۳:۸
Background image

بایزید روښان او متانت د لوړو زده کړو مؤسسو ننګرهار پوهنتون سره د ګډو همکاریو تفاهملیکونه لاسلیک کړل.

د مسؤلينو په وينا، د اصولو په چوکاټ کې د پیاوړو علمي اړیکو ایجادول، یو له بل سره د اکاډمیکو مشورو او تجربو شریکول، په علمي، تحقیقاتي او نشراتي برنامو کې په ګډه کار کول، استادانو، اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۳:۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د ( اداري اخلاق ) تر سرلیک لاندې روزنیز سيمینار دایر شو.

یاد سيمینار ددې پوهنتون د بشري سرچینو امریت اړوند د وړتیا لوړونې مدیریت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې ۲۵ تنو اداري او خدماتي کارکوونکو ته دایر شو.
د سيمينار د پرانیستې وینا. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۴:۲۹
Background image

د پکتیا پوهنتون محصلینو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د پکتیا پوهنتون  کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې ۱۳ تنو‎ محصلینو د یاد پوهنځي د دوو تنو استادانو په ملتیا د علمي سیر په ترڅ کې ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددې پوهنتون په اړه یې هر. . .

BACK TO NEWS

User account menu