د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي جدیدالشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۴۹
picture

د یادې غونډې پر مهال چې په کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس او محصلانو چارو مرستیال سربېره د کرنې پوهنځي مسؤلینو، استادانو او ګڼو محصلینو برخه درلوده، د پوهنتون مشرتابه نویو راغلو محصلینو ته د راتلونکي تحصیلي بهیر په هکله اړینې سپارښتنې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شيخ انعام الله مدني غونډې ته د خپلې وینا پر مهال جدیدالشمول محصلینو ته د هرکلي ویلو تر څنګ هغوی ته د پوهنتون اکاډمیک چاپېریال سره ځان عیارولو، روزنیزو امکاناتو او فرصتونو څخه فوق العاده ګټې اخیستنې، مطالعې ته وخت ورکولو، مسؤلیتونو پر وخت ترسراوي او اصولو رعایت اړوند سپارښتنې وکړې.

نوموړي د زراعت په اهمیت ټینګار وکړ او محصلین یې وهڅول، چې د خپلې تحصیلي دورې پر مهال په زده کړو کې پوره هڅه وکړي او د هیواد په زراعتي پرمختګ کې ونډه واخلي.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو خبرو کې نویو راغلو محصلینو ته د هر راز ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د حسنه اخلاقو او ضوابطو پیروۍ په هکله یې هغوی ته بېلابېلې سپارښتنې وکړې.
 
د غونډې په پای کې د کرنې پوهنځي مسؤلینو له لوري جدیدالشمول محصلینو ته د پوهنتون او پوهنځي  د مختلفو څانګو، خدماتو، سهولتونو او امکاناتو په اړه معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او Sprin نړیوالې خپرندویه ټولنې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یاد هوکړه لیک له مخې به د ننګرهار او د هېواد د نورو پوهنتونونو د استادانو علمي او څېړنیزې مقالې، چې د ننګرهار پوهنتون له ادرسه ولېږل شي، په ۴۵ سلنه تخفیف. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۴۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي جدیدالشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه.

د یادې غونډې پر مهال چې په کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس او محصلانو چارو مرستیال سربېره د کرنې پوهنځي مسؤلینو، استادانو او ګڼو محصلینو برخه درلوده، د پوهنتون مشرتابه نویو راغلو محصلینو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د تلې په لومړۍ نېټه ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې برخه لرله، د علمي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu