د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د روژې احکام او فضایل بیان شول.

د لوړو زده کړو وزارت مقام او د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په لارښوونه او د دعوت او ارشاد او نشراتو امریتونو له خوا د یو جوړ شوي دیني سيمینار په ترڅ کې ددې پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د روژې اړوند مسایل او فضایل بیان شول.
یاد سيمینار، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ سربېره د ۱۴ ګونو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو برخه لرله، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس شیخ ضیاء الله حکیمي له خوا وړاندې شو.
د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د روژې مبارکې میاشتې په ارزښت خبرې وکړې او او زیاته یې کړه، چې یاد سيمینار یې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د هدایت سره سم د روژې اړوند مسایلو د تکرار احسن په موخه دایر کړ.
نوموړي د ګډونوالو له پراخه حضور څخه مننه وکړه او سپارښتنه یې وکړه، چې په یاده میاشت کې څرنګه چې لازمه ده، باید نېک اعمال او عبادات ترسره شي.
د موضوع ارایه کوونکي استاد ښاغلي حکیمي د روژې په مقصد، اهمیت، فضایلو، روحاني او اخلاقي ګټو، قبلېدو شرایطو او نورو مسایلو اړوند تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.