د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته پر ځان د باور زیاتوالي معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۷
picture

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې ترتیب شوی و، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو په کې ګډون کړی و.

د مسؤلینو په وینا، له دې سیمینار څخه موخه دا وه، چې محصلین پر خپلو وړتیاوو باور پیدا کړي، د جرئت او پرېکړې کولو وړتیاوې یې غښتلې شي او په ژوند کې د شته ستونزو پر وړاندې مثالي مبارزه وکړي، څو راتلونکي کې اغېزناک شخصیتونه ترې جوړ شي.

سیمینار د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې استاد پوهنمل محب الله محب له خوا ارایه شو، چې پکې پر ځان پېژندنې، پر ځان د باور موندلو طریقو، د باورمندۍ اهمیت او ګټو، پر ځان د باوري اشخاصو پرمختګونو او لاسته راوړنو، د بې ‌باورۍ زیانونو، د هغې د له منځه وړلو لارو چارو او هدف ته د رسېدو په لار کې د «نه کېږي» کلمې د له منځه وړلو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شول، عملي تجربې شریکې او مثالونه وړاندې شول.

نوموړي همدارنګه محصلین وهڅول، چې په ژوند کې هر مشروع مقام ته رسېدل او لویې لاسته راوړنې ممکنې دي خو دوامداره هلې ځلې، زحمت او پر ځان باور لرل ورته اړین دي.

د سيمینار په پای کې د ګډونوالو محصلینو پوښتنې ځواب شوې او هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاق) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د محصلینو د مسلکي زده کړو پیاوړتیا او مهارتونو پراختیا په موخه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو لسګونو محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاقو). . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته پر ځان د باور زیاتوالي معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې ترتیب شوی و، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو په کې ګډون کړی و.

د مسؤلینو په وینا، له دې سیمینار څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۲ بستونو لپاره له ۴۰ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون لابراتوار څانګې (۲) بستونو لپاره د ټاکل شوي ممتحنه هیئت په حضور کې د کارکوونکو چارو امریت له خوا واخیستل شوه.

د ازموینې صحنه د پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu