د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د وخت ارزښت) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.
یاد دیني او علمي سيمینار ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې دایر شو، چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو سربېره په کې د پوهنتون د محصلانو چارو آمر، د جامع مسجد خطیب، د سيمینار ارایه کوونکي استاد او ګڼ شمېر محصلینو برخه لرله.
د سيمينار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني د یاد سيمینار د دایرېدو په مقصد، اړتیا او ګټو خبرې وکړې او په کې د محصلینو پراخه حضور باندې یې خوښي وښوده.
نوموړي محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د سيمینار مسایل د عمل په جذبه واوري او تر نورو ملګرو یې ورسوي.
د ننګرهار ولایت د علماوو شورا غړي او اُم العلوم مدرسې مشر شیخ الحدیث مولوي عبدالحی حنفي د سيمینار د ارایې پر مهال د قرانکریم او مبارکو احادیثو په مصداق د وخت قیمت او ارزښت بیان کړ او د یو شمېر انبیاوو، امامانو، اصحابو کرامو، محدثینو او لویو شخصیتونو مثالونه یې وړاندې کړل، چې د دیني احکامو په رسونه او علم خپرولو کې یې د وخت څخه ستره استفاده کړې وه او وخت یې قیمتي ګنلی و.
نوموړي وخت شناسو خلکو ته د دنیوي او اخروي ګټو او انعاماتو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې الله ج په مختلفو قراني ایاتونو کې په وخت او زمانې قسم کړی، چې دا د وخت اهمیت څرګندوي او مسلمانان باید خپل وخت په عباداتو، علم حاصلولو او نورو ته په خیر رسولو سره قيمتي کړي.
د سيمینار په پای کې ګډونوالو ته د وخت ښه مدیریت کولو، علمي او ديني کوښښونو ترسراوي، لمونځ په جمعې سره ادا کولو، نظر حفاظت، کتاب لوستلو، وخت بې ځایه نه تېرولو او نورو برخو کې سپارښتنې وشوې او د هغوی پوښتنې ځواب شوې.