د ننګرهار پوهنتون له منسوبینو څخه د دیني زده کړو نصاب ازموینه واخیستل شوه.
یاده تحریري ازموینه ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د هغوی د پوهې کچې او د دیني زده کړو درسي نصاب مؤثریت معلومولو په موخه واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د ازموینې له صحنې څخه د نظارت پر مهال ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د دعوت او ارشاد امریت د دیني زده کړو نصاب او اصلاحي برنامې په دوامداره توګه تعقیب او خپله دیني پوهه زیاته کړي.
نوموړو د دعوت او ارشاد امریت له مسؤلینو مننه وکړه، چې په بېلابېلو وختونو کې یې د پوهنتون ټولو کارکوونکو ته ګټورې برنامې دایر کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلین مولوي مهربان شاه مدني او مولوي نجیب الله ثاقب د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ټاکلي مهال وېش له مخې د قرانکریم ترجمې او اصلاحي برنامو تر څنګ د دیني زده کړو نصاب تدریسوي.