د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۳:۵۹
Picure

د نوموړې کاري ناستې پر مهال، چې ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس شــیــ/ــخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ټولو پوهنځیو رئیسان خپلو دندو او مسؤلیتونو ته ځیر کړل، په ورځنیو چارو کې یې د پوهنځیو او پوهنتون ریاست تر منځ د پیاوړې هغمږۍ رامنځ ته کولو باندې ټینګار وکړ.

نوموړي دغه راز سپارښتنه وکړه، چې د ټولو پوهنځیو استادان باید د تېرې شل فیصده ازموینې پاتې پایلې ژر اعلان کړي.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې له مسؤلینو او استادانو غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست له لوري ننګرهار پوهنتون ته د هېواد په کچه په لوړو نمرو د اعتبار د ورکړل شوي سند ساتلو په برخه کې دوامداره هڅې وکړي او د پوهنځیو په کچه د ترسره شویو څېړنو او علمي کنفرانسونو ربعه وار راپورونه دې د پوهنتون له رهبرۍ سره شریک کړي.

کرنې، اقتصاد او انجنیري پوهنځیو کې د یو شمېر نویو دیپارتمنتونو ایجاد، د ځینو پوهنځیو د قراردادي استادانو تقرر او یو شمېر نور متفرقه مسایل هغه څه وو، چې د شورا پر مهال پرې بحث وشو.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان او بامیان پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو۹، انفکاک ۲ او د تقرر ۶ کیسونه مطرح او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالیسۍ کمېټې غړو د دې پوهنتون له مشرتابه سره غونډه وکړه.

په یاده ناسته کې، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو مرستیال او د پلان او پالیسۍ کمېټې غړو په کې حضور درلود، د پوهنتون د نوي ستراتیژیک پلان د لومړۍ ربعې د تطبیق ارزونې، د پوهنځیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب سیالۍ ګټونکي محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې تقدیر شول.

یاده ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت د غويي په ۱۷ مه نېټه اخیستل شوې وه، چې د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو نږدې ۱۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu