د ننګرهار پوهنتون د روان تحصيلي کال نهايي سمستر شل فيصده ازموينې به د وري په ۲۰ مه نېټه پيل شي.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۸:۳۸
picture

د ننګرهار پوهنتون د ازموينو مرکزي کمېټې د پرېکړې له مخې به ددې پوهنتون د روان تحصيلي کال د نهايي سمستر ازموينې د وري په ۲۰ مه نېټه پيل او دوه اوونۍ به دوام وکړي. 

د ازموينو مرکزي کمېټې نن ورځ د حمل په ۱۷ مه نېټه د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په مشرۍ غونډه وکړه، چې د یادې پرېکړې تر څنګ په کې ازموینو ته د چمتووالي، شفافې اخیستنې او نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۲۸
Background image

د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ۱۵ تنو بې وزله محصلینو څخه مالي ملاتړ وشو.

لوړو زده کړو وزارت سره د (HHRD) نړیوالې خیریه مؤسسې د شوې هوکړې له مخې به د یادې مؤسسې د زده کړو ملاتړ پروګرام په لړ کې د ننګرهار پوهنتون او د یو شمېر ننګرهار مېشتو خصوصي لوړو زده کړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

د افغان مراد خصوصي لېسې زده کوونکو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار کې د افغان مراد خصوصي لېسې (۴۰) تنو زده کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددې پوهنتون اړوند معلومات یې ترلاسه کړل. راغلو زده کوونکو ته د ننګرهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې درې اوونۍ به دوام وکړي، د روانې وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ. . .

BACK TO NEWS

User account menu