د ننګرهار پوهنتون او افغان طیور امارتي شرکت مسؤلینو تر منځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا په موخه غونډه وشوه.

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۵۶
انځور

یاده غونډه چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د افغان طیور امارتي شرکت رئیس مولوي اسماعیل مخلص او د پوهنتون کرنې، وترنري علومو، اقتصاد او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو مسؤلینو او استادانو په کې برخه لرله.

د غونډې پر مهال د افغانستان پولټري سکتور د ودې، پرمختګ او ځان بسیاینې برخه کې په مهمو موضوعاتو خبرې وشوې او د پوهنتون محصلینو عملي زده کړو، فارم ‌دارانو او مسلکي کادرونو د ظرفیت لوړونې اړوند د ګډو فعالیتونو په ترسره کولو ټینګار وشو.

همدارنګه د دواړو لورو تر منځ راتلونکي کې د ګډو همکاریو د یوې تفاهمنامې لاسلیک باندې هوکړه وشوه، چې له مخې به یې یو علمي او تخنیکي بورډ هم رامنځته شي، څو د فعالیتونو همغږي او مؤثریت یقیني کړي.

د څېړنیز مرکز ایجاد، د کیفیت کنټرول سیستمونو پیاوړتیا، د مسلکي کادرونو د ظرفیت لوړونې برنامو پلي کول او د پوهنتون فارغانو ته کاري فرصتونه برابرول هغه موارد وو، چې توافق پرې وشو.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu