د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې په اړه د پوهاوي سيمینار دایر شو .

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۴۹
picture

یاد سيمینار چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په نوښت او ددې پوهنتون د کیفیت لوړاوي امریت له خوا د پوهنتون اداري امرینو او مدیرانو ته دایر شو، پر مهال یې ګډونوالو ته د کیفیت لوړاوي د اصلي او فرعي معیارونو تشریح او تفسیر سربېره د اداري چارو ښه والي په هدف د نویو معلوماتو او مهارتونو ښودنه وشوه.
په دغه سیمینار کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو او د پوهنتون امرینو او مدیرانو برخه لرله.
د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح یاد سيمینار د اداري چارو په پرمختګ او مؤثریت کې ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د اداري شعباتو چارې ښې او کارکوونکي به د خپلو چارو ترسراوي په اړه لا زیاته پوهه ترلاسه کړي.
نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې یاد سيمینار د خپلو کاري مهارتونو تقویت لپاره ستر فرصت وګڼي، په کې شته مسایل په ښه شکل زده او د چارو ښه مدیریت په موخه یې عملي کړي، تر څو پوهنتون راتلونکي کې په لوړو نومرو د خپل اعتبار سند څخه ساتنه وکړي. 
د سيمینار په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمر پوهنوال علي جان عادل سيمینار کې د ګډونوالو اداري کارمندانو اړوند د هغوی په چارو کې د کیفیت لوړاوي او کارونو اغېزمنتیا په موخه د معیارونو پلي کولو په هکله معلومات وړاندې او د هغوی پوښتنې یې ځواب کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د روژې احکام او فضایل بیان شول.

د لوړو زده کړو وزارت مقام او د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په لارښوونه او د دعوت او ارشاد او نشراتو امریتونو له خوا د یو جوړ شوي دیني سيمینار په ترڅ کې ددې پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۶:۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د محصلینو په لاس جوړو شویو ماډلونو څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي او اداري چارو څخه د نظارت سربېره د یاد پوهنځي فزیک څانګې د یو شمېر محصلینو په لاس جوړو شویو ماډلونو څخه لیدنه وکړه.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۲۱:۵۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون له لوري میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې ته د تضمین کیفیت په برخه کې د پلان جوړونې انلاین یو ورځنی سيمینار وړاندې شو.

یاد انلاین سيمینار د ننګرهار پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل پوهنوال علي جان عادل له خوا د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې د تضمین کیفیت مسؤلینو ته. . .

BACK TO NEWS

User account menu