د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې ورکشاپ دایر شو. یاد ورکشاپ ددې پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت اړوند د وړتیا لوړونې مدیریت له لوري د ساینس پوهنځي د غونډو په تالار کې شاوخوا ۵۰ تنو مدیرانو ته دایر شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۰
picture

د سيمينار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر قاري  جمیل مُحسن د یاد ورکشاپ په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او پلان یې د وخت او سرچینو څخه د اغېزمنې استفادې او ټاکلو اداري موخو ته د رسېدو لپاره اساس وباله.
نوموړي راتلونکي کې د کارکوونکو د پوهې او کاري وړتیاوو لوړاوي په موخه  د مؤثره برنامو د جوړولو ژمنه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د ورکشاپ له موادو څخه په استفادې غوره پلان ګذاري وکړي.
د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت عمومي مدیر بختي مولا سیدي د سيمينار د ارایې پر مهال د پلان جوړونې اساسي مفاهم، د پلان ډولونه، د پلان جوړونې پروسه، د پلان جوړونې مېتودونه، د جوړ شوي پلان تطبیق او تعقیب او د پلان ګټې تشریح او په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو باندې د پلان جوړونې اړوند عملي کار او تمرینونه ترسره شول او د هغوی پوښتنې ځواب شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي محصلینو ته د طبیعي پېښو د ګواښونو کمښت په هکله یو ورځنی معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

په اسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (سي، ډبلیو، ایس، ای) له خوا د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي د بېلابېلو ټولګیو لسګونو تنو محصلینو ته د طبیعي پېښو او ناورینونو د ګواښونو کمښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ کمېټې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چې د پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شوه، د اداري او مالي چارو مرستیال، د دعوت او ارشاد او کارکوونکو چارو امریتونو مسؤلینو او د کمېټې غړو برخه لرله او پر مهال په بشپړه توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۳:۵۹
Background image

د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې څخه (۳۷) تنه فاضلان فارغ شول.

ننګرهار پوهنتون کې د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ دوره کې ۳۷ تنه فاضلان چې د افتاء او قضاء په څانګه کې یې د تخصص (دکتورا) تر کچې دوه کلنې زده کړې. . .

BACK TO NEWS

User account menu