د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او کړنو راپور لیکنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
یاد ورکشاپ د کارکوونکو چارو امریت په هڅو د ننګرهار ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دوه تنو کارپوهانو له خوا د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو، چې د ټولو اداري څانګو امرینو او مدیرانو په کې ګډون کړی و.
د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو آمر قاري جمیل محسن په پرانیستې وینا کې د ورکشاپ په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې معیاري پلان جوړونه او د فعالیتونو منظم راپورونه ترتیبول د اداري چارو ښه والي او ارزونې لپاره ډېر اړین دي.
نوموړي د ورکشاپ ارایه کوونکو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې د جوړ شوي ورکشاپ له لارې به اداري کارکوونکي وکولی شي، د خپلو ورځنیو چارو انسجام او مستندوالی پیاوړی کړي.
د ننګرهار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې کارپوهانو عبدالله قاري بابا او کفایت الله عابر د ورکشاپ پر مهال د کلني پلان جوړونې، ترسره کړیو چارو ګذارش ترتیبولو، د کلنۍ ارزونې فورمې او اړوندو قوانینو په هکله تفصیلي معلوات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
